د عراق صدراعظم د ۶ نورو وزیرانو استعفې ومنله

د عراق صدراعظم حیدر العبادي چې له څو میاشتو راهیسې یې په خپله کابینه کې د اصلاحاتو هڅې پیل کړې، پرون سې شنبې د شپږو نورو وزیرانو استعفې ومنله.

د عراق د نفت، ټرانسپورټ، کور جوړونې، د اوبو او منابعو او کورنیو چارو وزیرانو پرون خپل استعفې لیکونه ولسمشر ته وړاندې کړل.

خو رپوټونه وايي چې د دې وزارتونو لپاره د نوېو کسانو موندل به د ولسمشر حیدر العبادي لپاره ګران کار وي.

د عراق ولسمشر غواړي چې په خپله کابینه کې په کار پوهو او تکنوکراتو شخصیتونو ته ځای ورکړي خو سیاسي ګوندونه په قدرت کې د خپلې ونډې د ساتلو په هڅه کې دي.

دوی تر ډېره حده وزیرانو ته د رایې ورکولو پرمهال، د خپلو کاندیدانو پر تایید ټینګار کوي.

د ولسمشر حیدرالعبادي لپاره به ګرانه وي چې د مهمو وزارتونو لکه د کورنیو چارو وزارت او نفت وزارت لپاره کاندیدانو ته د پارلمان ملاتړ ترلاسه کړي.