صدیق: د جرمني د باوریا ایالت د حمله کوونکي هویت باید دقیق وکتل شي

په برلین کې د افغانستان سفیر حمید صدیق وايي:

"د هغه سړي هویت باید دقیق وکتل او څرګند شي په جرمني کې یې یو شمېر کسان په چاړه او تبر ووهل. "

حمید صدیق پرون سې شنبې ازادي راډیو ته څرګنده کړه چې د جرمني له پولیسو یې غوښتنه کړې چې د دې حمله کوونکي د افغاني هویت د څرګندولو لپاره بشپړ تحقیق وکړي.

د هغه په وینا، اروپا ته د کډوالو په سیل کې د نورو هېوادونو یو شمېر خلک هم د افغانانو په نوم تللي او هلته یې د افغان کډوالو په توګه ځانونه ثبت کړي دي.

حمیدصدیق زیاته کړه:

"موږ ته تر اوسه سل په سلو کې دا نه ده څرګنده چې په جنوبي باوریا ایالت کې حمله کوونکې به افغان وي. "

د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې/داعش د حملې مسئولیت اخېستی خو د جرمني پولیس وايي چې د حمله کوونکې او داعش ترمنځ د مستقیم ارتباط شواهد لا نه دي موندل شوي.