جرمني: پر مسافرینو د بریدکوونکي په کور کې د داعش بیرغ موندل شوی

د جرمني پولیس وایي، د هغه ۱۷ کلن افغان مهاجر په کور کې د اسلامي دولت ډلي بېرغ موندل شوی چې د جرمني په جنوب ایالت باوریا Bavaria کې یې په یوه اورګاډي کې پر مسافرینو برید وکړ.

د اعماق په نوم د اسلامي دولت ډلې اړوند یو خبري اژانس وایي، دغه برید د داعش ډلې یوه غړي کړی دی.

دا ادعا داسې مهال شوې چې د جرمني د Bavaria ایالت د کورنیو چارو وزیر یوخیم هیرمن Joachim Herrmann ویلي و چې تر وخت دمخه ده چې وویل شي دغه کس د اسلامي دولت ډلې غړی و او که یې په خپله په انفرادي توګه افراطیت ته مخه کړې وه.

د جرمني د پولیسو یو ویاند فلوریان هوملر د دې پېښې په اړه وایي:

"اورګاډۍ د اورزبرګ Wuerzburg پر لوري روان و چې پر مسافرینو برید وشو. درې تنه سخت ټپیان شوه خو یو سطحي زخمي دی. برید کوونکي چاړه درلوده او کله چې یې د تېښتې هڅه وکړه د پولیسو له خوا وویشتل شو."

پولیس وایي، دغه ځوان دوه کاله وړاندې له کورنۍ پرته جرمني ته تللی او پناه یې غوښتې وه.