یلدریم: ترکيي ته د ګولن د سپارلو لپاره امریکا ته اسناد ورلیږل شوي

د ترکیې صدراعظم وایي، د ولسمشر اردوغان د رژیم د سیاسي مخالف او په امریکا کې میشت فتح اله ګولن د ورسپارلو لپاره یې امریکا ته اسناد ورلیږلي دي.

بن علي یلدرم نن د ترکیې پارلمان ته په وینا کې وویل، د امریکا تر توقع ډېر اسناد او شواهد به هغه هېواد ته ور ولیږي.

یلدرم زیاتوي هغه کسان چې په ترکیه کې قانون ماتوي، له قانوني چلند سره به مخامخ شي:

"یوه تېروتنه په بلې تېروتني نه اصلاح کیږي. ترکیه د قانون هېواد دی. موږ دلته هر څه د قانون په چوکاټ کې پر مخ وړو.هغه کسان چې ناسم کار کوي، له عدالت سره مخامخ کیږي. عدالت به د اړتیا په صړرت کې پر هر چا تطبیق شي."

د ترکیې صدراعظم دغه راز د هغه څه په اړه چې ده د امریکا له لوري له ترورېزم سره دوه مخې چلند وباله، انتقاد وکړ.

فتح اله ګولن دا مهال د امریکا په پنسلوانیا کې ژوند کوي.

واشنګټن له انقرې غوښتي چې د ګولن د ورسپارلو لپاره باید په وروستۍ کودتا کې د ګولن د ښکیلتیا په اړه کافي اسناد او شواهد وړاندې کړي.

د ترکیې حکومت فتح اله ګولن د جمعې شپې د کودتا اصلي تنظیمونکی بولي.