سولې شورا: له حزب اسلامي سره به د سولې موافقه ژر لاسلیک شي

د افغانستان د سولې عالي شوار وايي، تمه ده چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې موافقه ژر لاسلیک شي.

د دغې شورا ویاند امین الدین مظفري نن ازادي راډيو ته وویل، حکومت مقابل لوري ته په تمه ده، څو د مذاکراتو بهیر له سره پیل شي:

"تر اوسه هیڅ داسې نظر چې د سولې مخالفت وکړي موږ ته نه دی رسېدلی او هیله لرو چې ژر د هوکړه لیک ترلاسلیکولو وروسته بېرته راستانه او دا بهیر نهايي شي."

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې له حزب اسلامي سره د حکومت د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوې دي.