کابل ښاروالۍ: د کارونو ترسره کولو ته مسلکي ظرفیت نه لرو

د کابل ښاروالۍ اعتراف کوي چې د ظرفیتونو د نشتون له امله دغې ادارې په تېر کې غیر معیاري کارونه کړي او دې ستونزې په نږدې راتلونکي کې د ډېرو کارونو مخه ډب کړي ده.

د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبیبزي وايي چې روان کال هم د ښاروالۍ ډیره بودجه له دې امله ضایع کیږي چې د کدرونو د نشتون له امله پروژې نه شي عملي کیدای.

ښاغلي حبیب زی وايي:

"موږ نه توانیږو چې دا سړکونه طرح او ډيزاین کړو، ځکه چې که دا سړکونه صحیح ډیزاین نه شي بیا خرابیږي، سره له دې چې موږ د ښاروالۍ په حساب کې کافي پیسې لرو خو زموږ سره د ظرفیت ستونزه ده موږ اړتیا لرو څومره ژر چې کیږي ظرفیتونه لوړ کړو له دې سره چې ظرفیت جوړیږي یوه نوي پروژه به عملي کیږي."

ښاغلي حبیب زي دا خبرې د سې شنبې په ورځ د ډیموکراسي انټرنشنل په نوم له یوه نړیوال بنسټ سره په کابل ښار کې د خدماتو د ښه کېدو لپاره د تړون لاسلیک غونډه کې وکړې.

د کابل ښاروالۍ د معیاري کارونو لپاره د ظرفیتونو رامنځته کولو تر څنګ د روانې اوونۍ په پیل کې ژمنه کړي چې په دغه ولایت کې به د ځمکې د غصب او خپل سره ودانیو د جوړولو مخه هم نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار ته نږدې پرتې ډيرې سیمې د ښاري ژوند له اساسي خدماتو څخه بې برخې دي او ډېر خلک د تېرو څو کلونو راهیسې د ښاروالۍ په فعالیت سخت انتقادونه لري.

د سړک جوړونې د چارو یو شمېرکتونکي وايي چې په تېر کې د ظرفیت نه شتون نه بلکې نه ژمنتیا او فساد د کابل ښاروالۍ چارې تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

انجینیر مطیع الله خروټي په دې باور دی چې د نوېو ظرفیتونو ایجاد تر څنګ باید د فساد، ناغیړی او وخت وژنې مخه هم ونیول شي.

"زه له دې سره بشپړ موافق نه یم چې بیخي ظرفیت نه شته، هو هغه څه چې نه وو هغه د وطن سره مینه نه وه او فساد موجود وو، ظرفیت چې هر څومره لوړ وي چې تر څنګ یې اداري فساد وي او ټاکل شوی د کار حجم نه تر سره کیږي نو پروژې سمې سر ته نه رسیږي او او ژر خرابیږي بیا نو دلته د انجینیرانو پوهه هم تر پوښتنې لاندې راځي."

د اټکلي ارقامو له مخې په مرکز کابل کې شاوخوا اوه ملیونه وګړي ژوند کوي چې د ډيرو په باور دې ګڼ حجم هم یو نه یو ډول د غوره خدماتو مخه نیولي ده.

خو د کابل ښاروالۍ وايي چې د وړ او مسلکي طراحانو له استخدام سره به یو پر بل پسې د دغه ښآر د ښیرازی پروژې پیل کړي د کومو لپاره چې کافي اندازه پیسې هم موجودې دي.

یوسف خان ځدراڼ