روحاني وايي، له ولسمشر اردوغان سره یې خبرې کړي

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یې خبرې کړي او په ترکیه کې د ثبات د بیا ټینګښت په خاطر یې د هغه ستاینه کړې ده.

ایرنا دولتي خبري اژانس د روحاني له قوله لیکي چې وايي، خوښ یو چې په دوست هېواد ترکیه کې د ثبات د ټینګښت شاهدان یو.

نوموړی وايي، په ترکیه کې سوله او ثبات به په ټوله سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګښت باعث شي.

د ایران ولسمشر زیاته کړه، له هغه وخته چې ولسمشر اردوغان د خپل جمهوري ریاست پرضد د کودتا هڅه شنډه کړه تهران د ترکیې حالات له نژدې څاري.

حسن روحاني په ترکیه کې د کودتا هڅه هغه ازموینه وبلله چې د دې هېواد کورني او بهرني دوستان او دښمنان معلوم کړل.

روحاني زیاته کړه چې ایران به د ترکیې د خلکو د حکومت ترڅنګ ولاړ وي.

ایرنا خبري اژانس همدا راز د اردوغان له قوله لیکي چې وايي، په ترکیه کې حالات بیرته د عادي کیدو په حال کې دي خو له وخته مخکې ده که ووایو چې هرڅه سم دي.