دفاع وزارت د تیلو د دوه تړونونو په اړه وروستي راپورونه ردوي

د افغانستان دفاع وزارت هغه راپورونه چې ګنې د ملي اردو د قطعاتو د تیلو دوه قراردادونه اجمل غني یا د ولسمشر غني کورنۍ ته ورکړل شوي په شدت ردوي.

د دغه وزارت له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا قراردادونه د داوطلبۍ له لارې او د ډونرانو د وړاندیزونو په اساس د ناردرن د نفتي موادو شرکت ته ورکړل شوي.

دفاع وزارت همدارنګه وایي چې دا شرکت د خصوصي متشبثینو مربوط کېږي چې د اجمل په نوم یو مسئول یې د بګرام اوسیدونکې دی.

پخوا تر دې د ملي شورا یو شمېر غړو ویلي و چې د دفاع وزارت د تیلو قرارداد د ولسمشر د کورنۍ یوه غړي اجمل غني ته ورکول شوي دي.