بي بي ګل: له نشه يي توکو سره مبارزه ګډې همکارۍ ته اړتیا لري

د ولسمشر محمد اشرف غني میرمن بي بي ګل غني وایي چې له مخدره موادو سره مبارزه ملي پیوستون او ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

میرمن غني دا خبرې نن له مخدره موادو سره د مبارزې د یووالي ملي اوونۍ په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته وکړې:

"له مخدره موادو سره د مبارزې لپاره د هېواد ټول وګړي باید ګډه هڅه وکړې او د دې پدیدې د لمنځه وړلو لپاره فعاله ونډه واخلي."

دا هڅې په داسې حال کې پیل شوي چې دا مهال په افغانستان کې په نشه یي موادو د روږدو کسانو شمیر د دریو میلیونو په شااوخوا کې دی.

له دې یوه ورځ وړاندې بیا د جمهوري رئیس دویم مرستیال سرور دانش وویل چې دوی د نشه یي موادو د مبارزې په برخه کې لاسته راوړنې لري، خو کافي نه دي.