اردوغان وايي د اعدام د سزا پر بیا پیلولو غور کوو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب ارودوغان وايي، له وروستۍ ناکامې پوځي کودتا وروسته یې هېواد اړتیا لري څو د اعدام د سزا پر بیا پیلولو غور وکړي.

اردوغان د یکشنبې په ورځ وویل، حکومت به یې د اعدام د سزا د بیا پیلولو پر موضوع له اپوزیسون سره په پارلمان کې خبرې وکړي.

اردوغان په استانبول کې خپلو هغو پلویانو ته په وینا کې چې د ده د استوګنې ځای ته نژدې راټول شوي وو او د اعدام د سزا د بیا پیلولو غوښتنه یې کوله وویل، په یوه ډیموکراسۍ کې ممکنه نه ده چې د خلکو غوښتنې له پامه وغورځول شي.

د ترکیې ولسمشر وویل، موږ به په دې پریکړه کې ځنډ ونه کړو، ځکه هغوی چې په دې هېواد کې د کودتا هڅې کوي باید سزا وویني.

په ترکیه د ۱۹۸۴ م کال راهیسې د اعدام سزا نه ده عملي شوې.

د اعدام د سزا لغوه کول په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د شمولیت په هدف له ترسره شویو اقدماتو څخه وو.