ځیني امریکايي پوځیانو ته په عراق کې د مقتدا الصدر خبردارى

د عراق وتلي شيعه مذهبي مشر مقتدا الصدر خبردارى ورکړ، هغه امريکايي پوځيان به په نښه کړي چې د داعش د وسله والو پرضد په مبارزه کې د همکارۍ لپاره دغه هېواد ته ځي.

صدر چې مهدي پوځ يې په ٢٠٠٣میلادي کال کې د امريکايي ځواکونو پرضد جګړه کړې وه، په خپل رسمي ويبسايټ کې ليکلي، هغه ٥٦٠ تنه تازه دمه امريکايي پوځيان به زموږ اهداف وي چې په نژدې راتلونکي کې عراق ته لېږل کېږي، څو شمالي ښار موصُل ونيسي.

مهدي پوځ چې په ٢٠٠٨میلادي کال منحل او "د سولې په لېواګانو" بدل کړاى شو، په ٢٠١٤م کال کې يې د عراق له دولتي پوځيانو سره اوږه په اوږه د بغداد له مربوطاتو د داعش جنيګاليو د شړلو لپاره همکاري وکړه.

صدر دغه راز د اعتراضونو د هغه غورځنګ رهبري کوي، چې مظاهره چيانو يې روان کال دوه وارې د عراق د پلازمېنې بغداد پر خوندي سيمه يا ګرين زون يرغل وروړ.

د امريکا دفاع وزير اشټون کارټر تېره دوشنبه په عراق کې د امريکا د نويو پوځيانو ګمارنه اعلان کړه.

دغه اضافي پوځيان به په راتلونکو اوونيو کې عراق ته ځي او له دې سره به په دغه هېواد کې د امريکايي قواوو شمېر ٤زره ٦٥٠ ته زيات شي.