امریکا په سوریه او عراق کې د داعش پر ضد هوايي حملې موقتاً درولي

د امریکا دفاع وزارت وايي، د متحدو ایالتونو پوځ په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې پرضد هوايي بریدونه چې د ترکیې له انجیرلیک اډې کېدل، موقتاً درولي دي.

د پنټاګون یوه چارواکي وویل، له انجیرلیکه عملیات د دې لپاره ځنډول شوي چې په ترکیه کې د پوځ د یو شمېر عناصرو د کودتا له هڅې وروسته دغه هیواد خپل هوايي حریم منع کړی دی.

پنتاګون یا د امریکا دفاع وزارت وايي، د دغه هیواد مرکزي قومانداني د اسلامي دولت پر ضد هوايي عملیاتو ته له نورو لارو دوام ورکوي څو د انجیرلیک له هوايي اډې د عملیاتو د درېدو منفي اغېز لږترلږه حد ته راټیټ کړي.

له بلې خوا په ترکیه کې د امریکا د کونسلګرۍ مسوولانو وویل، سیمه ییزو چارواکو پرون/شنبه/ په انجیرلیک هوايي اډه کې د الوتکو الوتو او کښېناستو ته اجازه ورنه کړه او برېښنا یې هم پرچاو کړې ده.