فرانسه کې د وروستي بريد په تړاو دوه نور کسان هم نيول شوي

د فرانسې چارواکي وايي، پوليسو د لارۍ موټر د وروستي بريد په تړاو دوه نور کسان هم نيولي دي.

په نيس ښار کې په هغه حمله کې لږ تر لږه ٨٤ کسان وژل شوي او شا و خوا ٣٠٠ نور ټپيان شوي وو.

رسنيو د ځينو قضايي چارواکو په حواله چې نومونه يې نه دي اخيستل شوي، راپور ورکړى چې ويلي يې دي، يو سړى او يوه ښځه نن سهار په نيس کې ونيول شول، په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.

پنځه نور کسان له مخکې لا په توقيف کې دي، چې په هغو کې د لارۍ موټر چلوونکي محمد لحوايج بوهلال پخوانۍ مېرمنه هم شامله ده.

٣١ کلن بوهلال چې په خټه تونسى دى،له څو کلونو راهيسې په نيس ښار کې اوسېده.

چارواکي اوس دا څېړي چې د پنج شنبې د ناوخته په مرګونې حمله کې يوازې بوهلال لاس لري که څنګه؟ حمله کوونکى وروسته له هغې د پوليسو په ډزو ووژل شو چې د خلکو پر ګڼه ګوڼه يې خپل لارۍ موټر وځغلاوه.

که څه هم د اسلامي دولت ډلې يا داعش د هغې حملې مسووليت منلى، خو ابوهلال ته نژدې کسانو ويلي، چې دوى په ده کې د افراطيت نښې نه دي ليدلي.