ترکیه کې د کودتا د هڅې په اړه نړیوال غبرګونونه

په ترکیې کې د تېري شپې تر پوځي کودتا وروسته د نړۍ یو شمېر مشرانو د ترکیې د حکومت په پلوۍ غږونه پورته کړی او دا هڅه یې غندلې ده.

دغو مشرانو د ترکیې د منتخب حکومت ملاتړ څرګندکړی.

د ترکیې د واکمن رژیم پر وړاندي د تېرې ورځي ناکامې پوځي کودتا وروسته د امریکا ولسمشر بارک اوباما پر ټولو ډلو غږ کړی چې د اردوغان د منتخب حکومت ملاتړ وکړي.

سپینې ماڼۍ د ولسمشر اوباما له قوله ویلي چې ټول باید له زغمه کار واخلي او په ترکیې کې د تاوتریخوالي او ویني توییدني مخه ونیسي.

اوباما: ول باید له زغمه کار واخلي

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري ویلي چې له خپل ترکي سیال مولود چاوش اوغلو سره یې خبري کړي دي او د متحده ایالاتو لخوا یې د پوره ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

دغه راز د اروپایې اتحادیې مشرانو ډونالډ ټسک Donald Tusk او جن کلوډ جنکر Jean-Claude Juncker په ترکیې کې د عادي حالت په بېرته راګرځېدو ټینګار کړی او وایې هلته د ډیموکراسۍ او د قانون د واکمنۍ هیڅ بدیل نشته.

د اروپایې شورا مشر ډونالد ټاسک نن شنبې د منګولیا په اولنباتور ښارا کې په یوه سرمشریزه کې وویل چې له اروپایې مشرانو سره یې د ترکیې په اړه بحث کړی او نتیجه یې داسي بیان کړه:

د اروپايي اتحادیې رئیس ډونالډ ټاسک

"ترکیه د اروپایې اتحادیې یو عمده شریک هېواد دی، موږ په بشپړه توګه د هغه هېواد د منتخب حکومت او د قانون د حاکمیت ملاتړ کوو."

ټاسک زیاتوي چې په ترکیې کې ستونزي د ټوپک له لاري نشي هوارېدلی او دا چې په مډرنه ترکیه کې پوځي کودتا نشي ځایېدلی.

خو په عین وخت کې یې د ترکیې او اروپایې اتحادیې د اړیکو په اړه وویل:

"دا چې ترکیه د کودتا د عواقبو په اړه څه ډول چلند کوي نه یوازي د ترکیې بلکې د ټولي سیمي او هم د اروپایې اتحادیې او ترکیې پر اړیکو به حیاتي اهمیت ولري، البته دا زموږ هیله او غوښتنه ده چې ترکیې په ټولو ابعادو کې د یوه مهم متحد په توګه وساتو، خو دا به تر وخت دمخه وي چې مخصوصاً د دې پیښي د ځینو سیاسي عواقبو په اړه څه ووایم."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د جمعې په ورځ په مسکو کې خبریالانو ته ویلي:

"زموږ نظر دا دی چې د هر ډول ویني توییدنې او شخړو مخه باید ونیول شي او ټول په هره برخه کې راپورته شوي پوښتنې باید په یوه قانوني چوکاټ کې هواري شي."

په همدې حال کې د جرمني د صدراعظمې انګیلامرکل د دفتر او د ناټو د سرمنشي ینس ستولتنبرګ لخوا په غبرګونونو کې ویل شوي چې د ترکیې د دیموکراتیکو تاسیساتو او اساسي قانون بشپړ ملاتړ او درناوی کوي.

پخپله د ترکیې صدراعظم بن علي یلدرم نن په انقره کې خبریالانوته وویل:

د ترکیې صدراعظم بن علي یلدرم

"د جمعې د شپې چې د جولای ۱۵ نیټه ده، د ترکیې د ډیموکراسۍ په برخه کې یوه توره لکه ده."

څېړونکي په دې باور دي چې اردوغان له ډېرې مودې راهیسي پوځ ته د یوه احتمالي خطرناکه سیال په سترګه کتل.

له ۱۹۶۰ کال کې راهیسي په ترکیې کې پوځ څلور ځلي په زوره ملکي حکومت له واکه لیرې کړی دی.