د کابل ښاروالۍ پوره وړو ته د دې ادارې خبرداری

کابل ښارالۍ پوره وړو او باقي داره شرکتونو او د ملکیتونو مالکانو ته یوه اوونۍ مهلت اعلان کړ چې خپلې باقي دارۍ خلاصې کړي.

د کابل ښاراوالۍ سرپرست عبدالله حبیبزی وايي د دوی نوی لست ښيي چې په کابل کې د شرکتونه او ځينو ودانیو مالکان له دولت څخه شاوخوا ۴.۵ملیارده افغانۍ باقي دي.

کابل ښاروالۍ وايي چې د یوه منظم پلان له مخې په کابل کې د خپل سره ساختمانونو د جوړولو، ځمکې غصب د مخنیوي او دولتي پورونو راګرځولو ته کار کوي.

د کابل د ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیبزي د شنبې په ورځ د بېلابېلو نورو دولتي او امنیتي چارواکو سره یو ځای په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د کابل ښار د زیربناوو جوړولو لپاره باید د شته خپل سریو مخه ونیول شي.

ښاغلی حبیبزی وايي چې په کابل ښار کې بېلابېل شرکتونه او ودانۍ ۴.۵ ملیارده افغانۍ باقي دي چې باید د اوه ورځو په موده کې خپل پور ادا کړي.

هغه زیاته کړه:

"خپل قانوني مهلت د لاندې اجراتو لپاره اعلانوو!

کابل ښاروالۍ ته د پوره وړي کسان باید خپل پورونه ادا کړي، خپل سره جوړې شوي ودانۍ تخریبوو او ورڅخه مخنیوی کوو او دریم دا چې د عامو خلکو او کابل ښاروالۍ غصب شوي ځممکې بیرته د کابل ښاروالۍ ته را ګرځول."

هغه وايي چې له څو کلونو راهیسې دوبۍ مارکېټ ۶۰ ملیونه، ګلبهار سنټر ۱۶۹ ملیونه، اونکس شرکت ۴۸۴ ملیونه او د لیګو ګلوبل په نوم یو بل شرکت ۷۸۰ ملیونه افغانۍ د کابل ښاروالۍ باقي دي.

له دې سره کابل ښاروالي وايي چې د کابل په ۲۲ ناحیو کې ۱۶۶ خپل سره غیر قانوني ساختمانونه جوړ شوي او زرګونو جریبه ځمکه غصب شوي ده.

کابل ښاروالۍ که په دې اړه هم یو اوږد لست جوړ کړی خو ښکاره د کوم چارواکي یا کومې مشهورې څېرې د نوم له اخیستلو ډډه کوي وايي چې باید مالکان یې مکتوبونه ښاروالۍ ته وسپاري.

د کابل سرپرست ښاروال ګواښ کوي چې د پورونو او مکتوبونو د سپارلو پرته به د پوره وړو بانکې حسابونه او ورپسې جایدادونه بند او یا له تخریب سره مخ شي.

له دې پنځه میاشتې وړاندې د افغانستان په اړه یوه څېړنیز راپور ویلي چې په افغانستان کې نږدې دوه ملیونه جریبه ځمکه د شاخوا شپاړس زره غاصبینو له خوا چې ډېره یې په کابل کې ده غصب شوي ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې د ځمکې غصب د راګرځولو په برخه کې که څه هم ځينې کارونه شوي خو لا هم سرخوږی دی.

نوموړي د کابل ښاروالۍ له چارواکو سره یو ځای په دې خبره غونډه کې وویل چې د کابل ښاروالۍ نوی لست به د پولیسو سره د معلوماتو په برخه کې ښه مرسته وکړي.

صدیقي: د کابل ښاروالۍ نوی لست به د پولیسو سره د معلوماتو په برخه کې ښه مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه:

"د ملکیتونو بیا راګرځولو لپاره ډېرو هڅو ته اړتیا ده خو د کورنیو چارو وزارت ته وروستی خپور شوی لست چې کافي معلومات لري او موږ ته ښايي چې چېرته د چا لخوا څومره ځمکه غصب شوي ده ګټور دی او مونږ چمتو یو چې د ښاروالۍ سره قدم په قدم مخکې ولاړ شو تر څو پرمختګونه ولرو."

د کابل د ولایتي شورا استازي د ښاروالۍ نوي هڅې ستايي وايي چې په دې اړه باید له ترحم څخه کار وانه خستل شي.

د یادې شورا غړی ډاکټر نیازی وايي چې ولایتي شورا به په ټول توان د کابل ښاروالۍ تر شا ودریږي چې د ځمکې د غصب او غیر قانوني ودانیو د جوړولو مخه ونیسي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ