افغان چاواکو د ترکیې حکومت په وړاندې د کودتا هڅه وغندله

افغان ولسمشر د ترکیې د حکومت په وړاندې د ځينو پوځیانو د کودتا د هڅې په اړه اندېښنه وښوده.

جمهوري ریاست نن په یوه بیان کې د ولسمشر محمد اشرف غني له قوله لیکلي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ترکیې د حکومت په وړاندې د کودتا لپاره اندېښمن دی او هیله لري چې د خلکو د رایو په نتیجه کې رامنځته شوی حکومت په خپل ځای ولاړ وي.

په عین حال کې د افغان حکومت اجراییه ریاست هم د کودتا دغه هڅه وغندله.

د اجراییه ریاست په اعلامیه کې راغلي چې دغه کودتا په ترکیه کې د قدرت نیولو غیرمشروع لاره ده.

یو شمېر ترکي پوځيانو تېره شپه د حکومت په وړاندې د کودتا هڅه وکړه خو له څو ساعتونو وروسته ناکامه شوه او څه باندې اووه سوه کسان د دې ناکامه کودتا د ترسره کولو په خاطر ونیول شول.