سمر: د جنګي جرایمو او عامه وژنې څېړلو بورډ رامنځته شو

په افغانستان کې د جنګي جرایمو او عامه وژنې د څېړنې لپاره د ولسمشر د دویم مرستیال په مشرۍ یو بورډ رامنځته شوی دی.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر نن په یوه کنفرانس کې دا خبره یاده کړه او ویې ویل چې دا بورډ به افغانستان ته د نړیوالې جزايي محکمې د غړیو د راتګ زمینه برابره کړي.

اغلې سمر وویل د یادې محکمې غوښتنه له افغانستان نه دا ده چې د عدالت د ټینګښت لپاره د بشر ضد جرایم وڅیړي.

افغانستان د نړیوالې جزايي محکمې غړیتوب په ۲۰۰۳ زېږديز کال کې ترلاسه کړ.

دا محکمه د جنګي جرایمو، بشرضد جنایتونو او عامه وژنې قضیې څېړي.