ولسمشر غني ترکیه کې د کودتا پر هڅې اندېښنه وښوده

افغان ولسمشر د ترکیي د حکومت په وړاندې د ځينو پوځیانو د کودتا د هڅې په اړه اندېښنه وښوده.

جمهوري ریاست نن په یوه بیان کې د ولسمشر محمد اشرف غني له قوله لیکلي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ترکیې د حکومت په وړاندې د کودتا په خاطر اندېښمن دی او هیله لري چې د خلکو د رایو په نتیجه کې رامنځته شوی حکومت په خپل ځای ولاړ وي.

یو شمېر ترکي پوځيان تېره شپه د حکومت په وړاندې د کودتا هڅه وکړه خو له څو ساعتونو وروسته ناکامه شوه او څه باندې اووه سوه کسان د دې ناکامه کودتا د ترسره کولو په خاطر ونیول شول.