د امریکا د مشرانو جرګې د ایران په اړه یوه لایحه وړاندې کړه

د امریکا د مشرانو جرګې د دواړو ګوندونو یو شمېر غړېو یوه لایحه وړاندې کړه چې پر اساس یې پر هغو کسانو بندیز لګول کېږي چې د ایران په توغندويي پروګرام کې لاس لري.

دا لایحه د امریکا له ولسمشره غواړي چې د ایران پر ضد د وسلو بندیز ولګوي.

دا لایحه چې پرون د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشر او د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي باب کورکر او مارکو روبیو د ډیموکراټ ګوند له غړېو رابرت مینیندزې او جو منچین سره په ګډه وړاندې کړه، د ایران له لوري د لر واټنه توغندو د پراختیا او له ایرانه او یا ایران ته د متعارفو وسلو د لېږد خلاف بندیزونه زیاتوي.

د دې لایحې هدف دا دی چې ایران ته د تروریستي ډلو د پر له پسې ملاتړ او دغه راز د لرواټنه توغندو د پروګرام د پرمخ بېولو په خاطر سزا ورکړای شي.

امریکا او لوېدیځ متحدان یې د ایران د لرواټنو توغندو پروګرام د ملګروملتو د بندیزونو سرغړونه بولي.