سیاري: ایران کې د " HIV"ویروس او ایډز ناروغۍ خپرېدل زیات شوي

د ایران د عامې روغتیا وزارت په دې هېواد کې د غیر مصئونو جنسي اړیکو له امله د "اچ.ای.وي "ویروس او ایډز ناروغۍ د خپرېدو د زیاتیدو خبر ورکړ.

د دې وزارت مرستیال علي اکبر سیاري په وینا، د دې ستونزې یو عامل د جنسي اړیکو په اړه پر خبرو ممنوعیت او د ناسم فکر موجودیت دی.

سیاري پرون چهارشنبې څرګنده کړه چې په تېره یوه لسیزه کې د هغو کسانو شمېر چې د جنسي اړیکو له لارې په ایډز اخته شوي، په سلو کې له پنځلسو نه دیرش فیصدو ته لوړ شوي دي.

د ایران روغتیا وزارت د جولای په ۱۲مه خبر ورکړ چې لږ تر لږه ۳۲ زره کسان په دې هېواد کې په "اچ.ای.وي "اخته شوي چې ۲۸ زره نارینه او پنځه زره ښځې دي.