په ننګرهارکې هوايي حملې د داعش بله راډيو هم له منځه یوړه

د ننګرهار ولایتي چارواکې وايي، د چهارشنبې په ورځ هم په اچین ولسوالۍ کې پر داعشيانو او د هغوی پر راډيو هوايي بریدونه شوي.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، نن له غرمې مخکې د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د مامند درې په سیمه کې د داعش وسله والو د راډيو پر دستګاه هوايي برید ترسره کړی چې د خوګياڼي په خبره راډيو يې له منځه تللې ده او په دې برید کې د داعش یو شمېر مهم کسان هم وژل شوي چې وروسته به رسنیو سره شریک شي.

د ویلو ده چې له دې وړاندې هم د داعش یوه اف ام راډيو په اچین ولسوالۍ کې په هوايي برید کې له منځه تللې وه چې د یوې څه مودې وروسته يي بیا دا راډیو فعاله کړه.

عطالله خوګياڼي وايي، له دې برید وړاندې سهار وختي هم د اچین ولسوالۍ په مامند دره کې پر داعشيانو هوايي بریدونه شوي چې له امله يې ۱۲ تنه د داعش وسله وال وژل شوي.

د داعش وسله والو د یادو هوايي بریدونو په تړاو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.