حکیمي: هغه هېوادونه به وهڅوو چې افغانستان سره یې مرستې نه دي کړي

د افغانستان د مالیې وزیر وایي چې د یوه نوي پروګرام له لارې هڅه کوي چې هغه هېوادونه له افغانستان سره مرسته کولو ته وهڅوي چې تر اوسه یې د دغه هېواد سره د مرستې په پروګرامونو کې ونډه نه ده اخېستې.

ښاغلي اکلیل حکیمي د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د دغه پروګرام له لارې به هغه هېوادونه مشخص کړي او له افغانستان سره به یې مرسته کولو ته وهڅوي.

ښاغلی حکیمي وایي چې د دغه پروګرام لاس ته راوړنې به د بروکسل په کنفرانس کې اعلان کړي.

"په راتلونکي کنفرانس بروکسل کې به موږ هغه هېوادونه چې تر اوسه یې له افغانستان سره مرسته نه ده کړې مشخص کړو او موږ به کار ورسره وکړو، د اذربایجان په شمول چې غواړو نور هېوادونه هم په دغه مرستو کې زموږ سره په اقتصادي او د اصلاحاتو په برخه کې دخیل شي."

اوس مهال اذربایجان غواړي په کابل کې د اسان په نوم د یوه مرکز په جوړولو سره د خدماتو په برخه کې د اسانتیاو د رامنځ ته کولو لپاره له افغان حکومت سره مرسته وکړي.