غور کې د هغه نجلۍ وضعیت نازک دی چې ځان سوځونه یې کړه وه

د غور د ولایتي روغتون چارواکي وايي چې د زهرا په نوم د هغه نجلۍ روغتیايي وضعیت نازک دی چې یوه ورځ وړاندې یې ځان سوځوونه کړې وه.

د غور د ولایتي روغتون یو تن ډاکټر محمد عارف لعلزاده وايي، زهرا چې د غور د اهنګرا د سیمې اوسیدونکي ده د سوځېدنې فیصده یې زیاته ده نوځکه یې روغتیايي حالت نازک دی.

له بلې خوا د غور د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر محمد زمان عظیمي وايي چې دغه پېښه د کورني تاوتریخوالي له کبله رامنځته شوې ده.