ملي امنیت په ننګرهار کې یوه ۴کسیزه ډله له وسلو سره نیولې

د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، د طالبانو یوه څلور کسیزه ډله یې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې له یوې اندازې وسلې سره نیولې ده.

د دغه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار په بټي کوټ کې هم دوه تاجکستاني وګړي او د پروان دوه اوسیدونکي چې غوښتل یې په اچین ولسوالۍ کې له داعش سره یوځای شي، نیولي دي.

بل لورته په ننګرهار کې د افغان ځواکونو په هوایي حملو کې دیارلس وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاوالله خوګیاڼی وايي، حملې تېره شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ د سرې غونډۍ په سیمه کې وشوې او په وژل شوېو کې څلور بهرني وسله وال مخالفین هم شامل دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.