ننګرهار کې د امنیت د ښه کېدو په هدف جدي امنيتي تدابير روان دي

د ننګرهار ولایت نظامي شورا د پریکړې پر اساس له تېرو دوو ورځو راهيسې د جلال اباد ښار په داخل او څلورو دروازو کې د بې اسنادو وسلو د راټولولو، د بې پلېټه وسایطو د نیولو او دارنګه د تورو ښيښو د سپينولو کمپاین روان دی.

د ننګرهار والي سلیم خان کندزی وايي، د همدې درې مواردو په اړه ولسونو وسره انديښنې شریکې کړي او دوی د ولایتي شورا سره په ګډه دا پریکړه کړې تر څو په ښار کې امن راشي.

د ننګرهار والي سلیم خان کندزی

ښاغلي کندزي زیاته کړه:

"یو د بې پلیټه موټرې، دویم هغه موټرې چې شیشې تورې وي او ناقانونه وسلې دا درې واړه مسایل چې ولس يې انديښمن کړی دی نو د دې درې واړو مسایلو په اړه موږ د ولایتي شورا سره جلسه ونیوله او پریکړه مو وکړه چې ټولې موټرې چې شیشې تورې دي هغه به سپينیږي چې نن تاسې ولیدلې زموږ د موټرو شیشې هم سپینې کړې."

په ورته وخت کې د جلال اباد ښار اوسیدونکي د دې کمپاین له پيلیدو څخه خوښ دي او له مسؤلينو څخه غوښتنه کوي چې دا کمپاین بايد جاري وساتي.

د جلال اباد ښار اوسیدونکي د دې کمپاین له پيلیدو څخه خوښ دي

دوی وايي، په ښار کې وژنې، تښتونې او نورې امنيتي پېښې د زورواکو له خوا کيږي او د عامو خلکو غوښتنه هم دا ده چې دا کمپاین دې د ټولو پر وړاندې یو ډول وي:

"زما نوم رحمت نبي دی د بهسود ولسوالۍ اوسیدونکی یم زه ډریور یم دا کمپاین چې شروع شوی دی ډېره ښه خبره ده چې په ټولو تطبیق شي او په زورواکو باندې هم ځکه یوازې په غریبو باید نه وي او غریب خو قاچاق، غلا او انسان تښتونه غریب نه شي کولای دا ټول کارونه زورواکان کوي دا قانون باید په دې ټولې عملي شي.

زما نوم زړګی دی د جلال اباد ښآر اوسیدونکی یم دا کمپاین چې شروع شوی دی ما خپله ولیدل چې د ډېرو غټو خلکو موټرې هم سپينې کړې دا کار باید دوامداره ووسي او په ټولو باید عملي شي."

والي سلیم خان کندزي د خلکو د دې انديښنو په اړه چې دا کمپاين به په زورواکو هم پلی شي کنه وویل، دوی تر پخوا ډېر جدي تصميم نیولی او دا کمپاین د یوې خاصې امنيتي قطعه له خوا ترسره کیږي.

دی وايي:

"دا کمپاین په یوه جدیت باندې شروع دی او د یوې خاصې قطعې له خوا عملي کيږي او زما له ټولو قومي مشرانو او مخورو نه غوښتنه دا ده چې قانون په ځان عملي کړئ په تورو ښيښو موټرو کې مه ګرځئ په بې پیلټه موټرو کې مه ګرځئ."

د ننګرهار د امنيه قومندانۍ د معلوماتو له مخې د دې کمپاین له پيله تر دې دمه په ښار کې له دوه سوو زیات بې اسناده موټر سایکلې او موټرې نیولي او شاوخوا یو سلو اویا موټرو ښيښې سپينې کړي دارنګه په ښار کې پر ټولو موټر سایکلو بندیز لګيدلی چې له یوه زیاتې سپرلی به نه وړي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری