د لوګر ولایت چارواکي وايي چې د ملي امنیت سرتېرو د سې شنبې په شپه د عملیاتو په ترڅ کې د یادو ولایت مرکز پل علم اړوند د اسپېس په سیمه کې څلور وسله وال لاس په لاس نیولي دي.
د لوګر والي حلیم فدايي ازادي راډیو ته وویل چې په دې عملیاتو کې د وسله والو له خوا د قاري عبدالله پغماني د ډلې یو سرګروپ احمدالله چې په شاعر مشهور دی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د لوګر والي زیاتوي، د وسله والو د وژل شوي سرګروپ مړی افغان ځواکونو لاسته لویدلی دی.
حلیم فدايي وايي:
"د وسلوالو سرګروپ چې احمدالله دی او په شاعر مشهور دی، د جګړې په میدان کې وژل کیږي، څلور کسان يې ژوندي نیول کیږي، د دې تر څنګ د دوی هغه موټر چې دوی يې لېږدول یو مړي سره د ملي امنیتي ځواکونو په لاس کې دي."
بلخوا د لوګر امنیتي چارواکي وايي، چې نیول شویو څلورو وسلوالو د یاد ولایت پر امنیتي پوستو په بریدونو کې فعال لاس درلود او دوی په خپلو لومړنیو تحقیقاتو کې په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
پوځي چارواکي وړاندې وايي، چې پدې عملیاتو کې یو کرولا موټر، پوځي جامې او بوټونه، لاسي بمونه، ۵ دانې مقناطسي بمونه، ۸ ریموټ کنټرول بمونه، ۵۲ دانې د روشن سیمکارټونه، ۱۵ دانې د اتصالات سیمکارټونه، مخابرې، یوه اندازه سپکې او درنې وسلې اونور پوځي تجهیزات او وسایل د ملي امنیت منسوبینو لاسته لویدلي دي.
د لوګر چارواکي داسې مهال د پل علم اړوند د اسپېس په سیمه کې د عملیاتو او وسلوالو ته د مرګ ژوبلې یادونه کوي، چې تېره ورځ ځنو رسنیو داسې رپورټونه خپاره کړل چې د لوګر په ازره ولسوالۍ کې یو شمېر بهرني او کورني وسلوال ځای پر ځای شوي او غواړي د لوګر او پلازمینې کابل امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې دوی سره د یادې نښتې په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.