ننګرهار کې ۶۵ تنه د انسان تښتونې او غلا په تور نیول شوي

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې یې لږ تر لږه ۶۵ تنه د انسانانو د تښتونې او غلا په تور نیولي دي.

د ننګرهار د والي د دفتر خبرپاڼه وايي، په دې ولایت کې په تېرو شپږو میاشتو کې نهه تنه د انسان تښتونکو له منګولو ازاد شوي دي.

خبرپاڼه چې پرون سې شنبې خپره شوې، د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ په حواله وايي، یو شمېر تورن غله او سړي تښتونکي څارنوالۍ ته ورپيژندل شوي او ځیني نورلاهم د پولیسو تر تحقیق لاندې دي.