د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې څلور داعشیان وژل شوي

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د اسلامي دولت ډلې/داعش څلور وسله وژل شوي دي.

دا کسان تېر ماښام په اچین کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي عملیاتو کې وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي د دفتر خبرپاڼه وايي چې په دې هوايي برید کې د داعش د وسلو اوچاودیدونکو موادو یوه زېرمه هم سوځېدلې ده.

خبرپاڼه وايي، په دې عملیاتو کې ملکي وګړو یا د افغانستان د امنیتي ځواک غړو ته زیان نه دی رسیدلی.