افغانستان کې ولې د نفوس کارېدونکي ارقام تخمیني دي؟

د سرطان یو وېشتمه یا د جولای د میاشتې یولسمه نېټه په نړۍ کې د نفوسو د نړیوالې ورځې سره برابره ده.

که څه هم دغه ورځ په رسمي توګه په افغانستان کې ونه لمانځل شوه خو افغانستان لاهم د نړۍ له هغو محدودو هېوادونو څخه یو دی چې د نفوسو کره شمېر یې نه دی معلوم.

په کابل کې د وګړو د ثبت اداره وايي لاهم په افغانستان کې د نفوسو کارېدونکي ارقام تخمیني دي.

که څه هم په یوه مملکت کې د نفوسو کره شمېر د پلانونو جوړولو او د بېلابېلو پروژو د عملي کېدو لپاره خورا مهم ګڼل کېږي خو په افغانستان کې د شاوخوا څلور لسیزو په تېرېدو لاهم د وګړو کره شمېر نه دی معلوم شوی.

په کابل کې د وګړو د احوال د ثبتولو اداره وايي دوی کوښښ کوي چې د ټولو وګړو کره شمېره ثبت کړي خو امنیتي ستونزې یې د کار پر وړاندې لوی خنډ دی.

د دغې ادارې مشر نور احمد غفوري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا موضوع چې تاسو په سوال کې نغښتې وه چې ولې تاسې تر اوسه بریالی نه شوې چې واقعي ارقام د افغانستان خلکو ته اعلان کړئ بیا هم درته وایم چې جنګ وه شرایط نه وه مساعد، د سردار داود خان د حکومت په وخت کې په عمومي توګه د فورم وېش سروې پيل شوې وه، ولې شرایط داسې راغلل چې دا سروې بیا ونه شي."

په افغانستان کې په وروستي ځل د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پرمهال په ۱۳۵۸ کال کې سرشمېرنه وشوه چې په دې سرشمېرنه کې د هېواد یوازې ۶۰ سلنه نفوس وشمېرل شول، پاتې برخه یې اټکلي شوه او د افغانستان د نفوسو شمېره د ۱۳ او ۱۴ میلیونو ترمنځ اعلان شوه.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د وګړو کره شمېر له پولیسو سره د مجرمینو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ډېره مرسته کولای شي.

ددغه وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

صدیقي: د امنیت لپاره د نفوس ثبتول ډېر مهم کار دی

"د امنیت لپاره د نفوس ثبتول ډېر مهم کار دی او په ځانګړې توګه د پولیسو لپاره چې د مجرمینو په نیولو کې ورسره مرسته کوي."

په ورته وخت کې عام هېوادوال بیا انتقاد کوي چې حکومت د وګړو د ثبت په برخه کې واضح او منظمه پالیسي نه لري.

دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې حکومت باید د نفوس ثبت او د کره شمېر د روښانه کېدو په برخه کې جدي اقدامات وکړي:

"شکر زه انسان یم، زه چې تذکره ولرم پوه بهشم چې زه ددغه ځای اوسېدونکی او افغان یم."

" که د وګړو احوال او نفوسو کره شمېرهثبت شي دا به ډېره ښه وي خو په افغانستان کې هغه مخکني ثبت شوی شمېر هم لمنځه ولاړل."

د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان وايي د نفوسو د کره شمېر نه موجودیت د نورو ګڼو ټولنیزو ستونزو ترڅنګ په ځینو مواردو کې د امنیتي ستونزو سبب هم کېدای شي.

پوځي کارپوه امان الله امان وايي په داسې حال کې چې امنیتي بنسټونه د ولایت او ولسوالیو د نفوسو په اړه معلومات ونه لري نو څنګه کولای شي د امنیت د ټینګښت لپاره امنیتي قوه تنظیم کړي.

هغه زیاته کړه:

"که چېرته موږ دغه کار وکړای شو د یوېې سیمې د اوسېدونکو د شمېر پر اساس به امنیتي کسان ځای پر ځای شي تر څو د هغه سيمې امنیت ټینګ کړي."

ښاغلی امان وايي افغان حکومت باید په لومړي قدم کې د وګړو د ثبت لپاره امنیتي شرایط برابرکړي او په دوهم قدم کې له نړیوالۍ ټولنې سره په همغږۍ ژر تر ژره په دې برخه کې عملي اقدامات وکړي.

د ښاغلي امان په خبره ترهغې چې په افغانستان کې د وګړو کره شمېره معلومه نه شي ټول پلانونه او مهمې پروژې به د اټکل له مخې ترتیب او عملي کېږي چې دا کار به د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره دومره ګټور تمام نه شي کېدای.

راپور: محمد حدیث پردېس