سلیم: د سعودي جده کې د سولې نړیوال کنفرانس جوړېږي

ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د سولې په تړاو د سعودي عربستان په جدې ښار کې د اسلامي هېوادونو یو نړیوال کنفرانس جوړ شي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم دا خبرې نن د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته وکړې.

نوموړي وویل چې په دې کنفرانس کې به د اسلامي نړۍ مشهور عالمان په افغانستان کې د جنګ د دوام په اړه خپل نظر څرګند کړي.

دوی وایي دا مهال د وسله والو طالبانو ترڅنګ حزب اسلامي پلاوي سره هم د نږدې ۱۵ ورځو راهیسې د سولې خبرې درېدلي چې دوی یې بیا پیلېدو ته منتظر دي.