عبدالله: سرله سبا به د انتخاباتي اصلاحاتو لړۍ پيل شي

اجراییه رییس عبدالله عبدالله وایي، سر له سبا به د انتخاباتي اصلاحاتو لړۍ پیل شي.

ښاغلي عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې دوی په دې برخه کې له ولسمشر سره هم موافقې ته رسېدلي دي:

"زموږ له ژمنو څخه یو هم انتخاباتي اصلاحات دي چې سر له سبا به په دې برخه کې کار پیلیږي، هغه پروګرام باندې چې موږ له ولسمشر سره نتیجې ته ورسیدو سر له سبا به په دې برخه کې جدي کار پیل شي."

تردې وړاندې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرک هم د وارسا په غونډه کې ویلي چې افغان چارواکو له دوی سره د انتخاباتي نظام د اصلاح ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتي سیسټم د اصلاح لپاره د ولسمشر تقنیني فرمان د دوهم ځل لپاره د ولسي جرګې لخوا رد شوی خو مشرانو جرګې له ځينو تعدیلاتو سره تایید کړی او په دې برخه کې یو ګډ کمېسیون جوړ شوی دی.