رادمنش: دفاع وزارت ۵ ولایتونو کې هوايي عملیات پيل کړي

د افغانستان دفاع وزارت وایي نن یې په پنځو بېلابېلو ولایتونو کې اوه هوایې عملیات پیل کړې دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډيو ته وویل چې د دغو ځواکونو په عملیاتو کې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش ډلې مهم پټن ځایونه له منځه وړل شوې دي.

دا عملیات وروسته له هغه کېږي چې نږدې څو اوونۍ وړاندې د ننګرهار پر کوټ ولسوالۍ د داعش ډلې برید وکړ او له دغه برید وروسته د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ننګرهار ته د سفر پرمهال ژمنه وکړه چې نه یوازې په کوټ بلکې په ټوله سیمه کې به داعش ځپل کېږي.