ترکیه کې پر هوایي ډګر د حملو په تړاو ۷ نور مشکوک کسان ونیول

د ترکیې یوې محکمې تېره میاشت د استانبول پر هوایي ډګر د درې ځان وژونکو بریدونو په تړاو اووه تنه نور مشکوک کسان ونیول چې د ترکي رسنیو د راپورونو په مخې په دې سره د نیول شوېو کسانو شمېر ۳۷ ته ورسېد.

د ترکيې انادولیا دولتي خبري اژانس نن وویل چې دغه اووه تنه د یوې وسله والې تروریستي ډلې د غړیتوب او په قتلونو کې د لاس لرلوپه تور نیول شوي دي.

خصوصي دوګان خبري اژانس وویل، ټول اووه تنه چې بهرنیان دي، د یکشنبې د ورځې ناوخته نیول شوي دي.

په استانبول کې د اتاترک په نړیوال هوایي ډګر د جون د اته ویشتمې په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۵ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ تنه ژوبل شوي دي.

د دغو حملو مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخېستی خو ترکیې یې پړه د اسلامي دولت پر سخت دریځې ډلې اچولې ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیپ اردوغان ویلي چې د دغو حملو تر شاه د پخواني شوروي د جمهوریتونو د داعش د وسله والو لاس دی.

د ترکیې رسنیو د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی څرګند شوی ویلي چې حمله کوونکي د روسیې، ازبکستان او قرغزستان اتباع و.