دفاع وزارت: د ننګرهار کوټ کې ۱۳ داعش وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۱۳ داعشیان وژل شوي چې د میراجان په نوم قوماندان یې هم په کې شامل دی.

د دغه وزارت لخوا نن په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا عملیات په تیرو ۲۴ساعتونو کې ترسره شوې او په ترڅ کې یو شمېر درنې او سپکې وسلې هم له منځه وړل شوي دي.

دفاع وزارت وایي، د دغو عملیاتو پرمهال د ملي اردو درې سرتېري هم وژل شوې دي.