عبدالله: له اصلاحاتو وروسته به انتخابات تر سره شي

اجراییه رییس عبدالله عبدالله یوځل بیا ټینګار کوي چې په انتخاباتي نظام کې له بشپړ اصلاحاتو وروسته به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات ترسره شي.

نوموړي دا خبرې نن د وزیرانو شورا غونډې ته وکړې.

تردې وړاندې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرک هم د وارسا په غونډه کې ویلي چې افغان چارواکو له دوې سره د انتخاباتي نظام د اصلاح ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتي سیسټم د اصلاح لپاره د ولسمشر تقنیني فرمان د دوهم ځل لپاره د ولسي جرګې لخوا رد شوی خو مشرانو جرګې له ځينو تعدیلاتو سره تایید کړی او په دې برخه کې یو ګډ کمېسیون هم جوړ شوی دی.