خوږیاڼی: افراطي ډلو د ګاونډي هېوادونه لخوا وسلې او مهمات برابریږي

د ننګرهار چارواکي وايي، هغه افراطي ډلې چې په دغه ولایت کې فعالیت کوي د ګاونډیو هېوادونو د استخباراتي ادارو له خوا ورته وسلې او مهمات برابریږي.

د ننګرهار د ولایت ویاند عطاء ‌الله خوږیاڼی پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي ازادي راډیو ته وویل:

"عموماً استخباراتي ادارې په ځانګړي ډول زموږ ګاونډي هېواد، د دوی له لوري اکثره مرستې همدغې لارې نه راځي. دا چې هلته د کومو سرچینو نه راځي په اړه يې ډېر معلومات موږ سره نه دي شریک شوي خو عموماً وروستۍ مرستې چې دوی ته رارسیدلي دي او زموږ اطلاعات دي د ګاونډي هېوادونو څخه دوی تمویلیږي زیات."

ښاغلی خوګیاڼی وايي، د دغو افراطیونو خلاف هوايي بریدونه اغېزناک ثابت شوي دي او درنه مرګه ژوبله یې ور اړولې ده.

رپوټونه وايي چې په کوټ ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو د یکشبنېد شپې په عملیاتو کې د داعش دیارلس غړي وژل شوي دي.