ولسمشر غني له وارسا کنفرانس نه هېواد ته راستون شو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په وارسا کنفرانس کې تر ګډون وروسته نن بېرته افغانستان ته راستون شو.

له ارګ څخه په دې اړه په خپرې شوې خبرپانه کې راغلي چې، ولسمشر تېره ورځ هیواد ته تر راستنېدلو دمخه د کوریشا له ولسمشر سره کتلي او د اواړو هیوادونو تر منځ د ستراتېژیکو همکاریو تفاهم لیک هم لاسلیک شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني دغه شان د وارسا کنفرانس په څنده کې د برېتانیا له صدراعظم ډیوید کامرون سره هم کتلي او د بیلابیلو مسایلو پر سر لکه امنیت، سوله، د افغانستان او پاکستان تر منخ اړیکي خبرې کړې دي.

د ناټو سرمشریزه د پولند په پلازمینه وارسا کې د جولای د میاشتې په اتمه او نهمه نېټه جوړه شوه چې په دغه غونډه کې نړیوالو له افغانستان سره د خپلو مرستو ژمنې تازه کړې.