پاکستان د افغان ولسمشر څرګندونې مايوسه کوونکي بللي

پاکستان د افغان ولسمشر غني د هغو څرګندونو په اړه چې د پاکستان په اړه يې د ناټو د مشرانو په غونډه کې کړي، د غبرګون ښودلو په لړ کې دا څرګندونې "مايوسه کوونکي" او د "پاکستان ضد" بللي دي.

افغان ولسمشر د شنبې په ورځ په وارسا کې د ناټو د مشرانو غونډې ته وويل چې د پاکستان نه بغېر د سيمې نور هېوادونه په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو په لړ کې همکاري کوي.

نوموړي همداراز تور لګولى و چې پاکستان لا هم د "ښو" او "بدو" طالبانو ترمنځ فرق کوي او د هغو وسله والو پرضد اقدامات نه کوي چې په پاکستان کې دي او د افغانستان پرضد جګړه کوي.

ولسمشر غني د ناټو د مشرانو غونډې ته د وينا پر مهال ويلي و:

"که څه هم [پاکستان] په څلور اړخیزو غونډو کې د سولې له پروسې سره [د مرستې] ژمنه کړې، خو د پاکستان له خوا د په ترهګرو کې د ښو او بدو فرق چې خطرناکه دی، اوس هم ترسره کیږي."

خو د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند محمد نفيس ذکريا د افغان ولسشمر دا څرګندونې رد کړي او دا يې مايوسه کوونکي بللي دي.

ښاغلي ذکريا په يوه بيان کې په دې اړه ويلي:

"پاکستان د افغان ولسمشر غني د څرګندونو نه چې په وارسا کې يې د ناټو د مشرانو په غونډه کې کړي، مايوسه شوى دى، دا ډېره بدقسمتي ده چې افغان مشران د پاکستان پرضد بيانونه ورکوي او په افغانستان کې د ټولو ناکاميو پړه پر پاکستان اچوي، خو د تورونو سربېره پاکستان په افغانستان کې د سولې او د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د افغانستان د همکارۍ غوښتونکى دى او په افغانستان کې به د سولې لپاره هر ډول کوششونه جاري وساتي."

پر پاکستان چې له تېروو دوو کلونو راهيسې يې افغان پولې ته نږدې په قبايلي سيمو کې د ترهګرو پرضد ضرب عضب پوځي عمليات پيل کړي، دا تور دی چې د هغو طالبانو په ضد چې د پاکستان د حکومت خلاف دي عملیات کوي خو د هغو پر ضد چې په افغانستان کې جګړه کوي، او ویل کیږي چې په پاکستان کې مرکزونه لري، عملیات نه کوي.

خو د پاکستان سياسي او پوځي چارواکي دا تورونه ردوي او ټينګار کوي چې په پوځي عملياتو کې يې د ښو او بدو له توپير پرته د ټولو ترهګرو پرضد عمليات کړي او د هغوى مرکزونه او پټنځايونه يې له منځه وړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند همداراز ټينګار کړى چې د غلطو تورونو لګولو پرځاى بايد د پاکستان او افغانستان ترمنځ نږدې همکاري وشي او دا يې د وخت غوښتنه او ضرورت بللى دى.

نوموړي همداراز له افغانستانه غوښتي چې پر سرحدي کرښې د سرحدي تنظيم او همداراز "په افغانستان کې"ترهګرو ته د خوندي مرکزونو نه جوړولو په لړ کې له پاکستان سره د ترهګرۍ ضد جکړه کې مرسته وکړي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال په افغانستان کې دي او د هغه ځای نه په پاکستان کې بریدونه کوي.

د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحېل شريف تېره مياشت له هغه امريکايي پلاوي هم په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د مرکزونو پر ضد د اقداماتو غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې د غوڅ ماموريت د قومندان جنرال نيکولسن په ګډون پکې د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى هم برخه لرله.

په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکي خرابې شوي او اسلام اباد او کابل ترمنځ پر يو بل د تورونو لګولې لړۍ هم د پخوا په پرتله تېزه شوې ده.
دا اړيکي تر هغې وروسته خرابې شوې چې په افغانستان کې ترهګريز بريدونه ډېر شول او همداراز پر پاک افغان سرحدي کرښې د تورخم په سيمه کې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې وشوې چې دواړو خواوو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

راپور: ذبيح مومند