طالبانو سره خبرې د افغانستان د بحران د حل لپاره مهم ګام دی

د جرمني صدراعظمه انګیلامیرکل وايي، له طالبانو سره مذاکرې د افغانستان د بحران د سیاسي حل لپاره مهم ګام دی.

میرکل پرون شنبې په وارسا کې د ناټو د غړیو هېوادونو په غونډه کې له طالبانو سره د حکومت پرمذاکرو ټینګار وکړ.

د میرکل په وینا، د طالبانو او حکومت مذاکرې د افغانستان د لانجې د سیاسي حل موندلو لپاره هڅې چټکولائ شي.

له طالبانو سره د حکومت د سولې د خبرو د پیل په اړه د امریکا، چین، افغانستان او پاکستان څلور اړخیزو مذاکرو نتیجه نه ده ورکړې.