شویلي: وارسا غونډه د افغانستان د ثبات لپاره ډېره مهمه وه

د ګرجستان ولسمشر جیورجي مارګویلاشویلي وايي، د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د ناټو د مشرانو غونډه د سیمې او نړۍ د امنیت ښه کولو لپاره عمده ګام دی.

مارګویلا شویلي پرون شنبه له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د غونډې یو ستر بری د افغانستان د ثبات په اړه د واضح دریځ څرګندول و.

جیورجي مارګویلا شویلي زیاته کړه:

"د ناټو ډا غونډه ډیره مهمه وه ځکه زموږ ملګرو او متحدانو د سیمې او نړۍ د خوندیتوب لپاره ستراتیژیکې پریکړې وکړې."

د ګرجستان حکومت په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت ته زیات عسکر ورکړي چې تر ډیره حده په کابل کې دنده ترسره کوي.