د ننګرهار اچین کې ۵ داعش وسله وال وژل شوي

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي اچین ولسوالۍ کې د څلورو پاکستانیانو په ګډون ۵ داعشیان وژل شوي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوږياڼي ازادي راډيو ته وویل د اچین ولسوالۍ په مامند درې سیمه کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې د څلور پاکستانیانو په ګډون پنځه داعش وسله وال وژل شوي او د دوی یو میل دهشکه هم لمنځه تللې ده .

نوموړی وايي په ترسره شوي برید کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی.