احمدزی: افغانان د خپلو امنیتي ځواکونو راتلونکې ته هیله من شوي

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي او پوځي کارپوهان وايي، د وارسا په غونډه کې له افغان امنیتي ځواکونو څخه هر اړخیز ملاتړ دا وښوده چې افغانان له تروریزم سره په په جګړه کې یوازې نه دي.

دوی وايي افغان حکومت باید د نړیوالو مرستې د افغانستان د دفاعي ځواک د پیاوړتیا لپاره د شفاف میکانیزم له مخې مصرف کړي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي او پوځي کارپوهان وايي له افغان امنیتي ځواکونو د ناټو اوږد مهاله ملاتړ به د دې سبب شي چې دغه ځواکونه په ښه توګه له خپلې خاورې د دفاع توان پیدا کړي.

د ولسي جرګې غړی نذیر احمدزی وايي، په وارسا کې له افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ اعلان افغانان د خپلو ځواکونو ښې راتلونکې ته هیله من کړي دي.

احمدزی:وارسا کې له افغان ځواکونو ملاتړ افغانان خپلو ځواکونو ته هیله من کړي.

هغه زیاته کړه:

"افغان حکومت سره پخوا هم تعهدات شوي و هغه بیرته تازه شول ان شا‌ء الله تر دوه زره شلم کاله پورې موږ په دې باوری یو چې افغان امنیتي ځواکونه به پر خپلو پښو ودرېږي."

د پولنډ په مرکز وارسا کې د ناټو د سر مشریزې غونډې په دوهمه ورځ د ناټو غړیو هېوادونو ژمنه وکړه چې تر دوه زره شلم میلادي کاله به د کال پنځه ملیارده ډالره افغانستان ته ورکوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د شنبې په ورځ خبري غونډه کې وویل چې د ناټو د غړیو هېوادونو د پریکړې له مخې به دغه سازمان تر اوږده مهاله له افغان امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د ناټو له پرېکړې هر کلی کوي او وايي چې دغه مرستې د افغانستان خلکو او وسله والو مخالفینو ته ځانګړې پیغامونه لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي زیاته کړه:

صدیقي: دغه مرستې د افغانستان خلکو او وسله والو مخالفینو ته ځانګړې پیغامونه لري.

"یو ډېر قوي پیغام لري د افغانستان خلکو ته او یو بل پیغام زموږه دښمنانو او مخالفینو ته لري او هغه دا چې افغانستان به یوازې نه یي د نړۍ اکثریت هېوادونه د افغانستان له خلکو ملاتړ کوي."

پوځي کارپوه عبدالهادي خالد وايي افغان حکومت باید د واضح او شفاف میکانیزم له مخې د نړیوالو مرستې د افغان امنیتي ځواکونو د لا پیاوړتیا په برخه کې مصرف کړي.

هغه زیاتوي:

"دولت اخلاقي مسولیت لري چې دغه پیسې د یوه شفاف میکانیزم په اساس مصرف کړي چې هم افغان ملت باید قناعت وکړي چې دغه پیسې، امکانات په سمه توګه په ملي ضروریاتو کې مصرف کېږي او هم هغه ملتونه چې له موږ سره مرستې کوي باید قناعت وکړي."

ښاغلی خالد وايي که څه هم په اوس کې له افغانستان سره د ناټو په ګډون د بهرنیانو مرستې ګټورې دي خو افغان حکومت باید له همدغه فرصتونو په استفادې په کور دننه د افغان ځواکونو د اوږد مهاله مالي تمویل زمینې برابرې کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس