سټولټنبرګ: ناټو تر ۲۰۲۰ کاله د افغان ځواکونو تمویل ته دوام ورکوي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي ناټو تر ۲۰۱۷ میلادي کاله پوري د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او تر۲۰۲۰ میلادي پوري به د دغو ځواکونو تمویل ته دوام ورکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ نن د وارسا غونډې په دویمه ورځ یوه خبرې کنفرانس ته وویل چې افغانستان یوازې نه دی او ټینګار یې وکړ چې ناټو په اوږدمهاله کې له افغانستان سره مرستو ته ژمنه ده.

نوموړي وویل چې د ناټو پریکنده ملاتړ ماموریت یو جنګي ماموریت نه و بلکې هدف یې د افغان ځواکونو روزنې، مشورې ورکولو او مرستې لپاره دی.

نوموړي وویل دا ډېر مهم دی چې په دې وپوهیږو موږ په افغانستان خپل پوځي ماموریت په ۲۰۱۴ کال کې پای ته ورسوو او افغان ځواکونه پیاوړي شوي څو د خپل هېواد امنیتي مسوولیت په غاړه واخلي.