ناټو اروپا کې د مزایلو د قوماندې مسؤلیت واخیست

ناټو تړون په اروپا کې د مزایلو د دفاعي سیسټم د قوماندې او کنټرول مسولیت واخیست.

مخکې دا کار یوازې امریکاته سپارل شوی و.

خو د دې تړون عمومي منشي ینس ستولتنبرګ پرون جمعه په وارسا کې د ناټو د غړیو هېوادونو د مشرانو غونډې ته وویل:

"موږ پرېکړه وکړه چې د ناټو د مزاییلو د دفاعي سیسټم د فعالیت د ابتدايي چارو اعلان وکړو، په دې معنی چې په هسپانیه کې د امریکا بېړۍ، په ترکیه کې رادار سیسټم او په رومانیا کې د مزاییلو د دفاع مرکز به د ناټو تر قوماندې اوکنټرول لاندې فعالیت کوي."

ستولتنبرګ ټینګار وکړ چې د مزاییلو د فاعي سیسټم د بهرنیو حملو د مخنیوي لپاره دی او د روسیې ستراتیژیک اټمي پروګرام ته ګواښ نه پېښوي.

روسیه د اپروګرام خپل ملي امنیت ته مستقیم ګواښ ګڼي.