ناټو ختیځې اروپا ته د ځواکونو استولو پرېکړه وکړه

د ناټو دغړیو هېوادونو مشرانو پرون جمعه ختیځې اروپا ته دوسله والو ځواکونو استولو پرېکړه وکړه.

دا تر سړې جګړې وروسته په سیمه کې د روسیې د نفوذ د مخنیوي لپاره د ناټو لومړی ستر پوځي حرکت ګڼل کېږي.

د ناټو تړون غړي هېوادونه به څلور زر کسیزې لواګانې یا لواوې په پولند، لیتوانیا، استونیا او لاتویا کې ځای پرځای کړي.

د دې پوځيانو مشري به امریکا، کاناډا، جرمني او بریتانیه کوي.

ینس ستولتنبرګ پرون په وارسا کې چې د ناټو د مشرانو غونډه روانه وه، وویل:

"موږ پریکړه وکړه چې د یویشتمې پیړۍ وسلې او د فعاعي سیسټم د یوېشتمېپېړۍ د خطرونو په وړاندې ودروو."

د وارسا د غونډې زیات تمرکز پر روسیه دی.

روسیې په ۲۰۱۴میلادي کال کې د کریمیا ټاپووزمه له اوکراینه جلا او له ځان سره یو ځای کړه.

مسکو د اوکرایین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو وسله والو ملاتړ هم کوي.