اپاتوري له افغانانو غواړي چې پراخ بنسټه حکومت ولري

د ناټو د عمومي منشي مرستیال او د قفقاز او منځنۍ اسیا لپاره د ناټو د عمومي منشي ځانګړی استازی وايي، له افغانانو غواړي چې پراخ بنسټه حکومت ولري، د اداريې فساد پر ضد په مؤثره توګه مبارزه وکړي او مؤثر امنیتي ځواکونه ولري.

نوموړي وویل، دوی د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې له افغان حکومت سره پر یو پروګرام کار کوي.

په داسې حال کې چې د ناټو د غړیو هېوادونو مشران نن په وارسا کې د افغانستان سره د دې پوځي تړون د همکاریو په دوام خپلو کې خبرې کوي.

د ناټو دې چارواکي په وارسا کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې حکومت کول اسانه نه دي، جیمز اپاتورۍ یې د علت په اړه وویل:

"موږ پوهیږو چې دا دوی لپاره څومره ستونزمنه ده. پر دې هېواد په اسانۍ حکومت نه کیږي. دوی یو ګاونډی لري چې زما په نظر پوره همکاري نه کوي څو له پولي د وسله والو د اوښتلو مخه ونیسي او دا د افغان حکومت یوه لویه ستونزه ده ."

اپاتورۍ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکې وویل، ناټو د افغانستان تر څنګ ولاړه دي او په پوځي، اقتصادي او سیاسي برخو کې دا تړون د افغانستان د همکارۍ دوام ته ژمن دی.

افغان چارواکي وايي، دوی به د ناټو مشران وهڅوي چې پر پاکستان فشار راوړي څو په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له ملاتړ لاس واخلي او په خپله خاوره کې د دوی پر ضد اقدامات وکړي.