سټولټنبرګ: د ناټو غونډه کې به د افغانستان په اړه مهمې ژمنې وشي

د ناټو عمومي منشي نن په وارسا کې د ناټو د مشرانو د غونډې تر پیل څو شېبې مخکې خبریالانو ته وویل چې دوی به په دې غونډې کې د افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مهمې ژمنې وکړي.

ینس سټولټنبرګ وویل، دوی به په افغانستان کې قاطع ملا ماموریت ته دوام ورکړي. همدارنګه به تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل د دوام پخلی وکړی.

سټولټنبرګ زیاته کړه:

"زه تمه لرم چې د ناټو د غړېو هېوادونو مشران به د افغانستان په اړه مهمې پریکړې وکړي. لومړی دا چې په افغانستان کې به خپل پوځي حضور البته غیرې محاربوي حضور ته چې په روزنه ملاتړ او سلامشورو په متمرکز وي دوام ورکړو . دویم زما تمه دا ده چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل په اړه به پریکړې وشي او درېیمه تمه مې دا ده چې ناټو غړي هېوادونه به د افغانستان سره د اوږدمهالې سیاسي همکارۍ ژمنه تکرار کړي ."

په وارسا کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې د ناټو غونډه پیل شوې چې نن به په کې د افغانستان سره د دې تړون د مرستو په دوام خبرې وشي.

افغان ولسمشر اشرف غني او اجرایه ریس عبدالله هم په دې غونډه کې برخه لري.

افغان ولسمشر تر دې غونډې مخکې په وارسا کې د پولنډ د ولسمشر سره خبرې کړي دي.