سټولټنبرګ:نړۍ له زیات امنیتي ګواښ سره مخامخ ده

د ناټو تړون عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، له امنیتي پلوه حساسې مرحلې ته رسېدلي او د پولنډ په غونډه کې به پرهغو ستونزو خبرې وشي چې ټولې نړۍ ته یې ګواښ پېښ کړی دی.

سټولټنبرګ پرون پنجشنبې د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې خبري غونډې ته څرګنده کړه چې نړۍ د پخوا په پرتله له زیات امنیتي ګواښ سره مخامخ ده.

ینس ستولتنبرګ زیاته کړه:

"ناټو تړون د سړې جګړې په څېر په سختو شیبو کې د جګړې د پېښېدو د مخنیوی هڅې کړي او هیڅ کله یې تشدد نه دی کړی، دا تړون هیڅ کله هم د اشغال هڅه نه ده کړې."

د ناټو د غړو هېوادونو مشران ښايي د وارسا په دوه ورځنۍ غونډه کې پولنډ او د بالتیک درېیو هېوادونواستونیا، لاتویا او لیتوانیا ته د لږترلږه ۱۰۰۰ عسکرو د استولو پریکړه وکړي.