د پولنډ مرکز وارسا کې د ناټو غړي هېوادونه نن غونډه پیلوي

د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې به نن جمعه د ناټو د غړو هېوادونو مشران د افغانستان په اړه بحث پيل کړي.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د حکومت اجرایيه رییس عبدالله عبدالله او یو شمېر نور چارواکي ګډون لري.

د رپوټونو پر اساس، افغان پلاوی به د وارسا له غونډې ۶ عمده غوښتنې وکړي چې د امنیتي ځواکونو د روزنې او تجهیز د پروګرامونو دوام او د هوايي قوا له پیاوړتیا سره مرستې په کې شاملېږی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما به د غونډې په څنډه کې له ولسمشر غني سره وګوري او دافغانستان پر وضعیت به ځانګړې خبرې ورسره وکړي.