د ناټو له سر مشریزي نه د افغان مدني بنسټونو غوښتنې

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ناټو له غړیو هېوادونو غوښتنه وکړه چې د ملي اردو او پولیسو تعلیمي پروګرامونه جاري وساتي او د نړیوالو بشري قوانینوپه رڼا کې یې وروزي.

د دې کمېسیون مشرې سیما سمر پرون پنجشنبې ازادي راډیو ته وویل، د افغانانو د انساني حقونو د خوندیتوب لپاره مهمه ده چې مسلکي او د بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته متعهد امنیتي ځواک وروزل شي.

سمر: باید مسلکي او د بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته متعهد امنیتي ځواک وروزل شي.

سیما سمر زیاته کړه:

"زموږ اساسي غوښتنه دا ده چې ناټو له افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتي او د افغانستان له حکومته توقع لرو چې د کمکونو د ترلاسه کولو په صورت کې، له تبعیضه پرته، د امنیتی ځواکونو په روزنه او د هغوی د پیاوړتیا لپاره کار ورڅخه واخلی."

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې ټینګار وکړ چې له نړیوالو مرستو باید په افغانستان کې د بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته د درناوي په چوکاټ کې کار واخیستل شي.

د افغانستان د ښځو شبکې هم په وارسا کې د ناټو سر مشریزې ته د خپلو غوښتنو لیک استولی دی.

د دې ټولنې یوې غړې محبوبه سراج ازادي راډیو ته وویل، په دې لیک کې یې غوښتنه کړې چې د افغانستان په امنیتي ځواکونو او ادارو کې د ښځو د ستونزو د حل او د هغوی په وړاندې د زور اوزیاتي مخنیوی وشي.

سراج: په امنیتي ځواکونو او ادارو کې د ښځو د ستونزو د حل او د هغوی په وړاندې د زور اوزیاتي مخنیوی وشي

محبوبه سراج وايي:

"موږ ټولو افغانو ښځو ته د امنیت غوښتنه کړې، په ځانګړي ډول موږ په اردو او پولیسو کې د ښځو د پرمختګ لپاره پر زیات ملاتړ ټینګار کړی ځکه په پولیسو او اردو کې د ښځو د جذب او د هغوی د روزنې لپاره زیاتې پيسې د افغانستان حکومت ته ورکول کېږي موږ غواړو چې دې ښځو ته زمینه برابره شي چې له دې مرستو اعظمي استفاده وکړي."

له ازادو مطبوعاتو د ملاتړ ادارې "نی" هم د وارسا په غونډه کې له ګډونکونکو غوښتنه کړې چې د افغانستان پر حکومت ټینګار وکړي چې له خبریالانو سره د معلوماتو په شریکولو کې محدودیت کم کړي.

د دې ادارې مشر مجیب الله خلوتګر ازادي راډیوته وویل چې له افغانستان سره د ناټو د مرستو نوې ژمنې باید مشروطې وي.

خلوتګر: له افغانستان سره د ناټو د مرستو نوې ژمنې باید مشروطې وي

مجیب الله خلوتګر وايي:

" اول شرط باید دا وي چې د افغانستان حکومت باید د رسنیو زیات ملاتړ وکړي، دوهم، حکومت باید د معلوماتو محدودیت لرې کولو ژمنه وکړي، دریم د خبریالانو پر وړاندې د تشدد مسئله ده چې په ډېرو مواردو کې د افغانستان حکومت لاس لري، باید بند شي، بل شرط باید دا وي چې افغان حکومت پر خبریالانو د زور اوزیاتي عاملین ونیسي او محاکمه کړي."

د بې سرحده خبریالانو نړیوالې ادارې هم د ناټوله غړیو هېوادونو او د افغانستان له حکومته غوښتنه کړې چې د ازادو مطبوعاتو او ژورنالیستانو د ملاتړ هڅې زیاتې کړي.

د بې سرحده خبریالانو ټولنه: ناټو باید د ازادو مطبوعاتو اوژورنالیستانو د ملاتړ هڅې زیاتې کړي.

دې ادارې پرون وویل چې افغانستان د بیان دازادۍ له پلوه د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې ۱۲۰ ځای لري.

د بې سرحده خبریالانو ادارې غوښتنه کړې چې له طالبانو سره د سولې د مذاکرو امکان هم باید تر هغو لغوه وي چې طالبان له ازادو مطبوعاتو سره دښمني پرېږ دي او د بشري حقونو نړیوالو اصولو ته درناوی څرګند کړي.